ولسمشر ټرمپ د غزې د نیولو په اړه یې طرحه یوازې یو وړاندیز و

کابل ټکی کام (شنبه، ۴ کب، ۱۴۰۳ل)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له غزې څخه د فلسطینیانو اجباري اېستلو او د غزې د نیولو په اړه یې طرحه تحمیلي نه بلکې یو وړاندیز و. ټرمپ له فاکس نیوز سره په مرکه کې له غزې تړانګې د فلسطینیانو اجبارې ایستلو او د امریکا له لوري یې د واک اخېستلو په اړه د هغه له طرحې سره د نړېوالو غبرګون ته په اشارې ویلي، د اردن او مصر مخالفت متاثره کړی.
ټرمپ څه موده وړاندې له غزې د فلسطینیانو د اجبارې ایستلو طرحه وړاندې کړه، چې د نړېوالو له توند غبرګون سره مخ شوه او د یو شمېر هېوادونو چارواکو د ټرمپ دغه طرحه نژادي تصفیه وبلله او ګواښ یې وکړ، چې دا ډول اقدام به غزه کې د شخړې حل غیر ممکن کړي.



