‏د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ اوزبيکستان ته ولاړ

کابل ټکی کام (شنبه، ۴ حوت، ۱۴۰۳ل)

‏د ا.ا.ا د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د دوو ورځو لپاره په رسمي سفر اوزبيکستان ته ولاړ.

له ښاغلي برادر سره په دغه سفر کې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ملا هدایت‌الله بدري، د ترانسپورټ او هوايي چلند سرپرست وزیر ملا حمیدالله اخوندزاده، د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر الحاج نورالدین عزیزي، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاءالله عمري، د افغانستان بانک لوی رئیس الحاج نوراحمد اغا، د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال مفتي عبدالمتین سعید او د سکټوري ادارو استازي د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملتیا کوي.

اقتصادي معاونيت وايي، د دې سفر موخه د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پراختیا او په افغانستان کې په مختلفو سکټورونو کې د ازبیکستاني پانګوالو د پانګونې جذب دی، چې دواړه لوري به پرې بحث او خبرې وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button