کابل: د ۲۵.۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۲۲۰ کېلو ولټ لېږد مزي پروژه پرانیستل شوه

کابل ټکی کام (شنبه، ۴ حوت، ۱۴۰۳ل)

د راپورونو له مخې، د کابل ولايت د بتخاک نوی سب سټېشن او له ارغندۍ څخه تر بتخاک پورې د ۲۲۰ کېلو ولټ لېږد مزي پروژه د ۲۵.۴ میلیونه امریکایي ډالرو په ټولیز ارزښت پرانیستل شوه.

د يادو پروژو د پرانیستې مراسم د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور، د ا.ا.ا مشرانو، د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکارانو او رئیسانو او د ګڼ شمېر ځایي اوسېدونکو په شتون کې د بتخاک سب سټېشن په ساحه کې ترسره شول.

ښاغلي منصور د پرانيست غونډې مراسمو ته په خپله وينا کې ياده پروژه ارزښتمنه وبلله او زیاته يې کړه: «دغه پروژه د ترکمنستان-افغانستان د ۵۰۰ کیلو ولټ لېږد مزي د اړوندو پروژو په ټولګه کې شامله ده او د انرژي د جذب او وېش زیاته برخه له دغې سرچینې څخه چمتو کېږي».

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې د بتخاک نوي سب سټېشن د پروژې په پلي کولو سره په ټولیز ظرفیت د ۱۸۹ مېګا ولټ امپیر او له ارغندۍ سب سټېشن څخه د بتخاک تر نوي سب سټېشن پورې د ۲۲۰ کېلو ولټ لېږد مزي، د ترکمنستان ۵۰۰ کېلو ولټ لین څخه د انرژي لویه برخه جذب او د کابل د خلکو د برېښنا ستونزې به تر ډېره بریده حل شي.

بايد وويل شي، چې دغه پروژه د اوبو او انرژي وزارت لخوا د عوفي بهرام خصوصي شرکت په پانګونې سره پلي کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button