د افغانستان بانک سبا د ازادې داوطلبۍ له لارې ۲۰ میلیونه ډالر لیلاموي

کابل ټکی کام (شنبه، ۴ حوت، ۱۴۰۳ل)
د افغانستان بانک وایي، چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په موخه سبا (یکشنبه، د کب ۵مه) د ازادې داوطلبۍ له لارې ۲۰ میلیونه ډالر لیلاموي.
یاد بانک په يوه خبرپاڼه کې په شرایطو له برابرو سوداګریزو بانکونو، صرافیو او د پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتې چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي: «د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي ترڅو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي».
خبرپاڼه کې راغلي چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.



