کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ کب، ۱۴۰۳ل)
د حماس اسلامي غورځنګ ویاند او د مرکچي پلاوي غړي “حازم قاسم” له العربیه تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، د دوهمې مرحلې په اړه تر خبرو وړاندې بايد فلسطيني بندیان خوشې شي.
د حماس اسلامي غورځنګ ویاند زیاته کړې، چې د منځګړو هېوادونو څخه باید کلک ضمانتونه واخیستل شي ترڅو صهیونیستي ريژیم له راتلونکو مرحلو تېښته ونکړي.
د ویلو ده، چې د حماس غورځنګ دغه لوړ پوړی چارواکی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې صهیونیستي ريژیم د ۶۰۰۰ فلسطیني بندیانو د خوشې کولو لړۍ ځنډولې ده.


















