کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ کب، ۱۴۰۳ل)
د مصر د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې دغه هېواد د غزې د بیا رغونې لپاره یو پراخ پلان جوړوي، چې په ترڅ کې به یې د فلسطینیانو د بیځایه کېدو اړتیا پېښه نه شي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ټرمپ د غزې د تخلیې او د فلسطینیانو د بېځایه کېدو طرحه وړاندې کړې وه، چې چې د نړۍ د ډېری هېوادونو له لوري له غبرګونونو سره مخ شوه.


















