ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا درې میلیاردو افغانیو په ارزښت ۲۷ پروژې منظورې کړې

‏کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ حوت، ۱۴۰۳ل)

د راپورونو له مخې، د افغانستان د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا درې میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۷ پروژو قراردادونه منظور او د ۷ نورو یې تعدیل کړي دي.

د اقتصادي معاونيت له لوري په خپره شوې اعلامیه راغلي، چې نن د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې ته ۳۷ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې، چې له جملې یې د ۲۷ پروژو قراردادونه منظور، د ۷ تعدیل، د یوې لغوه او دوې پروژې په تدارکاتي پروسو کې د موجودو ستونزو له امله وځنډېدې.

د یادو دوو پروژو په اړه ټاکل شوو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، څو یې په تدارکاتي پروسه کې د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري راغلي تعدیلات په نظر کې ونیسي او راپور یې د دغه کمېسیون له مشرتابه سره شریک کړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د کابل ښار په ختیځه برخه کې د ترانسپورټي ترمینل جوړول، په کابل کې د جمهوریت روغتون د پاتې چارو بشپړول، د هرات د پاشدان او د فراه د بخش اباد بندونو د پاتې چارو بشپړول، د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او پاملرنې پروژې بشپړول، د سرپل ولایت د سلطان ابراهیم بند د تفصیلي ډیزاین پروژې پيل، له کابل څخه کندهار ته د برېښنا پایو، سب سټېشنونو جوړولو او لین غځولو پروژې بشپړول، له کجکي بند څخه کندهار ښار ته د برېښنا مزي غځولو پروژې پيل، په یوشمېر نورو ولایتونو کې د برېښنا په برخه کې د شته پروژو د پاتې چارو بشپړول او د کابل ښار یوشمېر داخلي سړکونو جوړول شاملې دي چې دغه ټولې پروژې د ا‌.ا.ا له لوري تمویلېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button