صهیونیستي ترهګر پوځ د سوریې درعا او قنطیره ولایتونو کې پرمختګ کړی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ کب، ۱۴۰۳ل)
د سوریې د بشري حقونو د څار لندن میشتي سازمان خبر ورکړی، چې صهیونیستي ترهګر پوځ د سوریې درعا او قنطیره ولایتونو کې پرمختګ کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه ناوخته اسرائیلي جنګي الوتکو د سوریې په پلازمېنه دمشق هوایي بریدونه وکړل او د یو پوځي هوایي ډګر په ګډون یې څلور مهم اهداف په نښه او ویجاړ کړل.
د ویلو ده، چې اسرائیلي ځواکونه داسې مهال سوریه کې پرمختګ کوي، چې تېره ورځ د سوریې د نوي جمهوري دولت ولسمشر احمد الشرع صهیونیستي ترهګر ريژیم ته ګوتڅنډنه کړې وه که نیول شوې سیمې پرینږدي پر وړاندې به یې وسله وال مقاومت پیل شي.



