ولسمشر احمد الشرع اردن ته تللی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ کب، ۱۴۰۳ل)
د سوریې د نوي جمهوري دولت ولسمشر احمد الشرع نن چهارشنبه د اردن پلازمېنې عمان ته رسېدلی، چې د دغه هېواد له چارواکو سره لیدنې او خبرې وکړي.
دا د نوموړي درېیم رسمي بهرنی سفر دی، له دې مخکې یې سعودي عربستان او ترکیې ته رسمي سفرونه کړي وو او ټاکل شوې، چې د مارچ په ۵ مه نېټه په مصر کې د عرب لیک په غونډه کې د ګډون لپاره قاهرې ته هم سفر وکړي.



