حماس: د اسرائیلو وروستی راپور د مقاومت برلاسي ښیي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۰ کب، ۱۴۰۳ل)
د حماس ویاند “حازم قاسم” د اسرائیلي پوځ د ۷م اکتوبر د برید د څېړنو په غبرګون کې ویلي، چې دا راپور د مقاومت برلاسي ښيي.
نوموړي زیاته کړې، چې د دې څېړنو پایلې ثابتوي چې د القسام لېوا د صهیونیستي امنیتي سېستم د ماتولو وړتیا لري.
د ویلو ده، چې تېره ورځ اسرائیلي د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې د پوځ وروستۍ څېړنې یې ښیي، چې حماس غورځنګ د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر د ۷ مې نېټې په بریدونو کې بریالی و.



