په جامعه حقانیه کې چاودنه؛ د مولانا حامدالحق په ګډون ۶ تنه شهیدان شوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۰ کب، ۱۴۰۳ل)

‏د راپورونو له مخې، د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د اکوړه خټک ولسوالۍ په “جامعه دارالعلوم حقانیه” کې نن د جمعې لمانځه پرمهال چاودنه شوې.

راپورونه زیاتوي، په چاودنه کې د یادې مدرسې د بنسټګر او د “جمعیت علماء اسلام” ګوند د “س” څانګې د مشر شهید مولانا سمیع الحق زوی مولانا حامدالحق په ګډون ۶ کسان شهیدان او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي.

د ویلو ده، چې ‏د چاودنې مسوولیت تر اوسه پورې کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

مربوطه مطالب

Back to top button