کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۳ کب، ۱۴۰۳ل)
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د اشغال شوي فلسطین په حیفا ښار کې د یو اتلوال استشهادي برید له ګڼو صهیونیستانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چې برید نن دوشنبه ماسپښین د حیفا ښار اړوند د بس په یوه تمځای کې رامنځته شوی، چې په پایله کې یې ۱ اسرائیلي وګړی وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي؛ خو د فلسطیني مقاومتي خوځښت په نامه یوې ډلې د برید مسؤلیت منلی او ادعا یې کړې، چې برید بریالی و او ګڼ شمېر صهیونستانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
یاده ډله چې په دې وروستیو کې جوړه شوې او فکر کېږي، چې د فلسطین د آزادۍ دیموکراتیک غورځنګ د ځوانو او ولسمشر محمود عباس څخه د خفه شویو غړیو څخه جوړې شوې ده په یوه اعلامیه کې ویلي، چې یاد برید یې غزه، لویدیځه غاړه، بیت المقدس او د فلسطین په نورو سیمو کې د صهیونیستي ريژیم د وحشتونو په غبرګون کې ترسره کړی ده.
اعلامیه کې ویل شوي چې تر بدید وروسته د صهیونیستي ريژیم د ځواکونو سره جګړه کې دوه استشهادي مجاهدین هم په شهادت رسیدلي دي.


















