نږدې ۵۰ تنه افغان کډوال په پاکستان کې له بنده آزاد او هېواد ته راستانه شول
کابل تکی کام (دوشنبه، ۱۳ کب، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې، ۴۷ تنه افغان کډوال، چې په پاکستان کې بنديان وو، د حوت په ۱۲مه له بنده آزاد او خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي مدیریت د معلوماتو پر اساس، یاد کسان د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو.
سرچينې زياته کړې، هغوی ۴۵ ورځې په بند کې تېرې کړې، خو د بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته انتقال شول.


















