کابل ټکی کام ۱۴کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
خبري رسنیو خبر ور کړی دی، چې د ترکیې صدر اعظم داوود اغلو نن په دوه ورځني سفر ایران ته ولاړو.
خبرونه وایي، ښایي چې دواړه هېوادونه به د تجارت، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سخت اختلاف د حل او په سوریه کې د جنګ په اړه خبرې اترې وکړي.
سره له دې چې ترکیه او ایران د سوریې په اړه له یو بل سره اختلاف لری، خو دواړه هېوادونه په تېرو کلونو کې دیپلوماتیک روابط تر ډېره حده پورې ساتلي وو.
ایران او روسیه د سوریې د جمهور رئیس بشار اسد څخه ملاتړ کوي، خو ترکیه د داوړو هېوادونو تر نیوکو لاندې ده.
همدا راز ترکیه د سعودي عربستان سره نږدې روابط لري، خو سعودي عربستان له ایران سره دیپلوماتیک روابط قطع کړي دي.
ویل کیږي، چې ایران ته د ترکیې د صدر اعظم سفر به په سوریه کې د دښمنیو د توقف سبب وګرځي.
















