کابل ټکی کام ۱۴کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
وړاندې داسې خبرونه خپاره شول، چې ښايي د سولې خبرې به د راتلونکې اونۍ په لومړیو کې ترسره شي، خو دا مهال پاکستاني رسنیو خبر ور کړی دی، چې افغان سولې خبرې اترې به د روانې میلادي میاشتې په نیمایي کې ترسره شي.
په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال هم د یادو خبرو ځنډېدل تأیید کړي دي، او زیاته کړې یې ده، چې دغه خبرې به د طالبانو سره مخامخ او یوولس ورځې وروسته ترسره شي.
د یادولو ده، چې طالبانو لا تر دا مهاله نه د یادو خبرو په تأیید، او نه یې هم په تردید کې څه ویلي دي.















