پخواني جنرالان: ګاونډي هېوادونه دې د نړیوالو اصولو پر اساس جنګي او ترانسپورتي الوتکې بيرته افغانستان ته وسپاري

کابل تکی کام (يکشنبه، ۱۹ کب، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې، نن په کابل کې ګڼ شمېر پخوانیو جنرالانو خبري کنفرانس دائر کړی او په دې کنفرانس کې يې له ګاونډيو هیوادونو غوښتي چې د نړیوالو اصولو او قوانینو له مخې دې ټولې هغه جنګي او ترانسپورتي الوتکې او تجهیزات چې د افغانستان د ملت او خلکو ملکیت و، بیرته افغانستان ته وسپاري.
پخوانيو جنرالانو دغه راز وويل، دا چې ټرمپ هر وخت له افغانستانه د تجهيزاتو د ورسپارلو غوښتنه کوي، مونږ هم له ټرمپه غواړو چې امريکا دې د هغو لسګونه زره ميله وسلو تاوان راکړي چې د امريکا لخوا د ډاياک او ډي ډي آر په نوم له منځه وړل شوي دي.
په دې کنفرانس کې يو تن پخواني جنرال، شعور ګل پښتون وويل، موږ يوه پيړۍ مخکې اردو تشکيل کړې وه او پوځي نظام مو درلود، له هغه وخته تراوسه مو ډيرې وسلې درلودې:«د ننګرهار فرقې زر وسائطه ټانګونه درلودل او مونږ ډېرې ثقيله وسلې درلودې.
امريکا په تېرو شلو کلونو کې زمونږ ثقيله وسلې او ډيسي توپونه د کومک په نوم د ډاياک او ډي ډي آر په نامه له منځه يووړل».
جنرال شعور ګل پښتون زياته کړه، ټرمپ دوه ځله اعلان وکړ چې زمونږ وسلې او وسائط راکړئ، خو امريکا چې زمونږ څومره وسلې له منځه وړې دي، د هغې يوه پر سلمه برخه يې هم نه دي راکړې.
امريکا چې له مونږ وسلې غواړي، نو زمونږ وسلې به څوک راکوي؟



