‏په ۱۵ ولايتونو کې د واورې، باران او سېلابونو راوتو خبرداری ورکړل شوی

کابل تکی کام (يکشنبه، ۱۹ کب، ۱۴۰۳ل)

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندې ادارې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د شدیدو واورو او بارانونو ورېدو اټکل کړی چې ورسره د سېلابونو راوتو احتمال هم ورکړی دی.
يادې ادارې نن (یکشنبه، د کب ۱۹) هرات، فراه، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، بلخ، سمنګان، بامیان، دایکندي، بغلان، تخار، بدخشان، نورستان او پنجشیر ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو اټکل کړی او ويلي دي چې سېلابونه پکې هم راوتلی شي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغو ولایتونو کې به د واورې اندازه له ۱۰ تر ۳۰ ساتني مترو او د باران هم له ۱۵ تر ۴۰ ساتني مترو پورې ووسي.

مربوطه مطالب

Back to top button