د اوبو او انرژۍ وزير: د پاشدان بند چارې په چټکۍ سره روانې دي

کابل تکی کام (يکشنبه، ۱۹ کب، ۱۴۰۳ل)
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزير عبدالطيف منصور وايي، چې په هرات ولايت کې د پاشدان بند چارې په چټکۍ سره روانې دي.
ښاغلي منصور په خپل اکس اکاونټ ليکلي، چې د دغه ولایت د اوبو او انرژۍ رئيس مولوي سردار عزیزي د پاشدان بند د چارو له بهیر څخه څارنه کړې او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې کړي دي.
عبدالطيف منصور ليکي:«پاشدان بند چې د هرات ولایت په کرخ ولسوالي کې موقعیت لري، د اوبو او انرژي وزارت د تر کار لاندې له سترو پروژو څخه ده، اوسمهال د دغه بند په بېلابېلو برخو کې چارې په چټکۍ سره روانې دي».
د دغه بند د چارو په بشپړيدو سره به ۵۴ میلیون متره مکعب اوبه زېرمه، دوه میګاواټه برېښنا تولید او ۱۳ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي.



