پروان: د پولیسو له ښوونیز او روزنیر مرکز څخه ۲۶۳ تنه پولیس فارغ شول

کابل تکی کام (دوشنبه، ۲۰ کب، ۱۴۰۳ل)

د پروان امنیه قومنداني وايي، چې د دې ولایت د پولیسو ښوونیز او روزنیز مرکز له دوه میاشتنیو مسلکي، تکتیکي او عقیدتي زده‌کړو څخه ۲۶۳ پولیس فارغ شول.

د پروان د ښوونیز مرکز ویاند عبدالمنیر شاهین وایي، د یاد ښوونیز مرکز څخه په لسمې دورې کې ۲۶۳ تنه پولیس له بیلا بیلو زده کړو وروسته به د پروان او کاپیسا ولایتونو کې په خپل خدمت پیل وکړي.

ښاغلی شاهين زياتوي، د اسلامي امارت له حاکمیت څخه تر دې دمه له دې مرکز څخه ۷ زره او ۳۱۵ پولیس فارغ شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button