‏د کابل امنیې قومندانۍ پوليسو د کیسه برانو څلور ډلې نیولي دي

کابل تکی کام (چهارشنبه، ۲۲ کب، ۱۴۰۳ل)

‏د کابل امنیې قومندانۍ وايي، چې د کابل د امنیې قومندانۍ اړوند پوليسو د کابل په درېیمه امنیتي حوزه کې د کیسه برانو څلور لویې ډلې نیولي دي.

د کابل امنيه قوماندانۍ په خپل رسمي ايکس پاڼه ليکي، چې يادو د غلو ډلو به د کابل ښار په بېلابيلو سيمو کې د موټرو څخه په استفادې له سپرليو او نورو عامو خلکو څخه پيسې او نور مالونه غلا کول  زياتوي ۴ عرادې کرولا موټرونه هم ورسره نيول شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي:«دوی د ښار په بېلا بېلو سیمو کې له خلکو څخه پیسې او مبایلونه غلا کول چې د پولیسو له مکررو هڅو وروسته نیول شوي او په خپل جرم اعتراف هم لري».

په وروستیو کې په کابل ښار کې د امنيتي کيمرو پوښښ او د پوليسو سره د خلکو همغږۍ زياته شوې چې په ترڅ کې يې د غلو ډلې ډېر ژر د امنيتي ادارو له لوري نيول کېږي او عام ښاريان د امنيتي حوزو له امنيت څخه خوښ او وايي چې پوليس هرې پيښې ته پر وخت رسيدګي کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button