‏د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د کان‌کیندنې ۳۶ پروژې منظور کړې

کابل تکی کام (چهارشنبه، ۲۲ کب، ۱۴۰۳ل)

د راپورونو له مخې، د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د هېواد د کانونو د پراختیا او اقتصادي ودې په موخه د کوچني او ستر مقیاس ۳۶ د کان‌کیندنې او استخراج پروژې منظور کړې دي.

د ا.ا. د وياند مرسيتال حمدالله فطرت وايي، د يادو پروژو له جملې څخه ۲۵ پروژې د کوچني مقیاس کانونو پورې تړاو لري چې د تراورټین، مرمر، نفرایټ، چونې، سرب، جستو، بیوتیت‌لرونکي ګرانیټ، سرپنټین، ګچ او نورو کانونو د استخراج لپاره په بېلابېلو ولایتونو کې تصویب شوي دي.

دغه راز نوموړي زياته کړې، ۱۱ سترې پروژې د سیمنټو، مالګې، ګازو، ډبرو سکرو، کرومایتو او مرمرو ډبرو د استخراج په موخه منظورې شوې دي، چې له مهمو پروژو څخه یې د جوزجان یتیم تاق سیمنټو، د فاریاب او جوزجان د مالګې کانونه، د لوګر د التمور سیمنټو، او د هرات کشک او تیرپل د ګازو حوزې یادونه کولی شو.

دا پروژې به د هېواد په اقتصادي پرمختګ، کاري فرصتونو زیاتوالي او د طبیعي زېرمو مؤثرې استفادې کې مهم رول ولوبوي.

مربوطه مطالب

Back to top button