عبدالمالک حوثي: که صهیونیستي ريژیم غزې ته مرستې ور پرې نږدې پر وړاندې به یې عملیات پیل کړو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۲ کب، ۱۴۰۳ل)

د یمني حوثیانو بنسټګر او روحاني مشر “عبدالمالک حوثي” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، که صهیونیستي ريژیم غزې ته مرستې ور پرې نږدې پر وړاندې به یې عملیات پیل کړي.

حوثي ویلي: که اسرائیل د غزې خلکو ته مرستې ور پرې نږدي، نو دوی به د اسرائیلو پر ضد نظامي عملیات بیا پیل کړي.

حوثي ټینګار کړی، چې دوی د فلسطینیانو ملاتړ ته ژمن دي او د اسرائیلو هر ډول ظلم ته به غوڅ ځواب ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button