کډوالو وزارت د څه باندې ۷ ‏میلیونه ډالرو په ارزښت د دوه مؤسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

کابل تکی کام (پنجشنبه، ۲۳ کب، ۱۴۰۳ل)

د راپورونو له مخې، د کډوالو چارو وزارت د څه باندې ۷ ‏میلیونه ډالرو په ارزښت د دوه مؤسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې کډوالو چارو وزارت د ډنمارک د کډوالو ټولنې جي آر اس او د افغانستان د کلیو د بیارغونې ادارې سره د ۷ میلیونه ۳ سوه ۸۵ زره او ۸۵۰ امریکایي ډالرو په ارزښت څلور هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
خبرپاڼه زياتوي، د دې هوکړه لیکونو له مخې دغه موسسې به پورتنۍ پیسې په کابل، هرات، فراه، ننګرهار، نورستان او کونړ ولایتونو کې د نغدي پیسو په وېش، د سرپنا د ساتنې او ښه والي، د لمریزې بریښنا یا سولرونو دوسایلو کڅوړو، ظرفیت جوړونې او د فني او حرفوي زدکړو په برخو کې لګوي، چې ۳۷ زره ۷۱۸ بېځایه شوي، راستانه شوي، د کوربه ټولنې غړي او ۸۶۰ کورنۍ به ترې ګټه واخلي.
دا هوکړه لیک د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستیال ښاغلي عبدالرحمن راشد او د دغو موسسو د استازو له لوري لاسلیک شول.

مربوطه مطالب

Back to top button