د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر د کډوالو نړیوال سازمان له مرستیالې سره د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې کړي

کابل تکی کام (شنبه، ۲۵ کب، ۱۴۰۳ل)

د افغانستان د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان له مرستیالې آغلې موتیا مسکون او ورسره مل پلاوي سره کتلي او په دې ناسته کې د افغان کډوالو او داخلي بیځایه شوو پر وضعیت خبرې شوي دي.

په دې اړه د کډوالو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويلي، چې میرمن موتیا مسکون د روان زیـــــــــږدیز کال لپاره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان کاري پلان له مولوي عبدالکبیر سره شریک کړی او د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري ډول د افغان کډوالو پر ایستلو يې انديښنه څرګنده کړې ده.

دغه راز میرمن موتیا مسکون ويلي، چې د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان هڅه کوي افغان کډوالو ته اړینې نقدي او غیرې نقدي مرستې ورسوي زياتوي«د کډوالو نړیوال سازمان همدارنګه هوډ لري څو له پاکستان څخه د کډوالو د نوې لړۍ له پیل وړاندې په پولو کې اړینې اسانتیاوې رامنځته او د اغېزمنو مرستو رسونې په موخه د اسلامي امارت له اړوندو ادارو سره همغږي زیاته کړي».

د ناستې پر مهال مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د کډوالو او داخلي بیځایه شوو د لاس نیوي په برخه کې د ملګرو ملتونو بشري مرستې مهمې او اغېزمنې بللي او دغه راز یې د افغان کډوالو لپاره د ایټالیا هېواد له وروستۍ مرستې مننه کړې.

مولوي کبير ويلي، چې په جبري ډول له ګاونډیو هيوادونو څخه د افغان کډوالو راایستلو په کور دننه د مرستې رسونې لړۍ ټکنۍ کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button