مجاهد: اسلامي امارت له ازبکستان سره ښې اړیکې لري

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۶ کب، ۱۴۰۳ل)
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي غږیز کليپ کې د اسلامي امارت او ازبکستان ترمنځ د اختلافونو شتون رد کړ.
ذبیح الله مجاهد د هېوادونو ترمنځ د ځینو ملحوظاتو شتون یو طبیعي امر بولي په خبره یې، د اسلامي امارت او ازبکستان ترمنځ اړیکي په ښه وضعیت کې دي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې، افغانستان او ازبکستان ګڼ مشترکات لري او ازبکستان په ګڼو برخو کې له افغانستان سره مرسته کړې.
د ویلو ده، چې دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کیږي چې یوه څېړنیز بنسټ په خپل راپور کړې ویلي، د اسلامي امارت او ازبکستان ترمنځ اړیکي ترېنګلي شوې دي.



