امریکایي اشغالګرو د یمن په پلازمينه صنعا هوایي بریدونه کړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۶ کب، ۱۴۰۳ل)

المسیره تلویزیوني شبکې خبر ورکړی، چې د امریکایي اشغالګرو جنګي الوتکو د یمن د پلازمینې صنعا په ځینو سیمو هوایي بریدونه کړي دي.

د خبر له مخې د یمن په پلازمینه کې د “الجراف” په سیمه کې یو پوځي هوایي ډګر او ځینې نور اهداف په نښه شوي دي.

د ویلو ده، چې تر دې دمه په یادو بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button