دفاع وزارت: ۵۱۳ تنه منسوبین د ځانګړو ځواکونو له پنځمې تعلیمي دورې څخه فارغ شول

کابل تکی کام (يکشنبه، ۲۶ کب، ۱۴۰۳ل)

‏د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، چې د دغه وزارت د ځانګړو ځواکونو فرقې د ښوونیز مرکز له(پنځمي) څلور میاشتنۍ دورې څخه ۵۱۳ تنه منسوبین د عقیدوي او ځانګړو کمانډويې سختو پرمختللو پوځی زده کړو له ترلاسه کولو څخه وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په یادو مراسمو کې د وسلوال پوځ لوی درستيز قاري فصیح الدین”فطرت” او نورو چارواکو ګډون درلود.
په دغه مراسمو کې ځانګړي کمانډو ځواکونه په پرمختللو وسلو او تجهیزاتو سمبال حضور درلود او ژمنه يې وکړه چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې خدمت کولو ته د سر په بیه چمتو دي.

مربوطه مطالب

Back to top button