امریکا کې د سختو توپانونو له امله تر اوسه ۳۴ تنه وژل شوي

کابل تکی کام (يکشنبه، ۲۶ کب، ۱۴۰۳ل)
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، د دې هېواد په لویدیځو او سویلي سیمو کې د سختو توپانونو له امله تر اوسه ۳۴ تنه وژل شوي دي.
ایبيسي نیوز په خپل راپور کې ليکي، دغه طوفانونه او بړبوکۍ د امریکا په میزوري، آرکانزاس، ټیکساس، اکلاهما، کانزاس او میسیسیپي ایالتونو کې رامنځ ته شوي چې له امله يې یو شمېر کسان ټپیان شوي او پراخې ویجاړۍ یې هم رامنځته کړې دي.
راپور زیاتوي چې تر اوسه له ۴۰ څخه ډېر توپانونه رامنځته شوي، چې سرعت یې له ۱۳۰ کیلومتره په ساعت کې زیات یاد شوی دی.
د راپور پر اساس، دې طوفانونو ودانۍ نړولي، د برېښنا سیستم یې خراب کړی، او د ۱۰۰ څخه د زیاتو ځنګلي اورونو د شدت سبب شوي دي.
راپور زیاتوي چې طوفان لا هم خپل مسیر ته دوام ورکوي، او میلیونه خلک لا هم د خطر سره مخ دي.



