بلوچستان: نوشکي کې د پاکستاني پوځ پر کاروان برید، د لسګونو پوځيانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي

کابل تکی کام (يکشنبه، ۲۶ کب، ۱۴۰۳ل)
د پاکستان بلوچستان ایالت ځايي سرچینې وایي چې ددغه ايالت په نوشکي سيمه کې د پوځ پر کاروان د آر سي ډي لویې لارې پر “مِل” سیمه کې برید شوی او لسګونه پاکستاني پوځيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
سرچينې زياته کړې، لومړی د پوځ پر موټریز کاروان لويې چاودنې شوي او بيا پرې وسلوال برید شوی دی.
ځايي خبري سرچينې وايي، د پېښې وروسته، دغه ځای ته زيات شمېر امبولانسونه او د پوځ سرتیري لېږل شوي او په روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان شوی دی.
د پاکستان چارواکو د برید پخلی کړی او وایي چې د پېښې له ځایه د امبولانسونو تګ راتګ له دوو ساعتونو راهیسې دوام لري، او د درنو مرګژوبلو راپورونه ورکړل شوي دي:«د سخت برید وروسته، درې هیليکوپټرونه نوشکي ښار ته رسیدلي، روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان شوی، او د “ایف سي” مرکز ته هم امبولانسونه لېږل شوي دي».
بلوچ لبریشن آرمي (BLA) د برید مسوولیت منلی دی.
بلوچ لبریشن آرمي ادعا کړې چې د پاکستاني پوځ پر کاروان یې برید کړی. د دې ډلې ویاند “جیئند بلوچ” ویلي چې د دوی جنګیالیو د دوو بسونو سپاره 90 پاکستاني سرتیري وژلي دي.
د ویاند په وینا، دا برید د “مجید بریګېډ” د فدایي (ځانمرګي) او ځانګړي ځواک “فتح اسکواډ” لخوا ترسره شوی دی.
تېره اوونۍ هم بلوچ ليبريشن ارمي د جعفر اورګاډي کې لسګونه امنيتي ځواکونه يرغمل کړي و چې وروسته يې د څه باندې ۲۰۰ امنيتي منسوبينو د وژلو ادعا وکړه.



