سرچينې: ښايي تورخم دروازه سبا د هر ډول تګ راتګ لپاره بېرته پرانیستل شي

کابل تکی کام (دوشنبه، ۲۷ کب، ۱۴۰۳ل)
د ننګرهار د ځايي سرچينو د ورکړو معلوماتو له مخې، ښايي له شاوخوا یوې میاشتې ځنډ وروسته سبا سه شنبه د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانيستل شي.
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې د افغانستان او پاکستان سوداګرو او قومي مشرانو نن (دوشنبه) په یوه غونډه کې د تورخم بندر د بېرته پرانیستلو پر سر توافق وکړ.
د دې خونې د مسوولینو په وینا، د دغه توافق له مخې، تورخم بندر به سبا (سهشنبه) د هر ډول تګ راتګ لپاره بېرته پرانیستل شي.
د افغانستان یو سوداګر، زلمي عظیمي رسنیو ته ویلي: “نن په تورخم کې د دواړو خواوو ترمنځ ناسته وشوه. د دې ناستې پرېکړې مثبتې وې، او ممکن نن یا سبا د تورخم دروازه بېرته پرانیستل شي.”
همداراز، ټاکل شوې ده چې نن ماښام د لا زیاتو هماهنګیو او چمتووالي لپاره بله ناسته هم ترسره شي.
دغه راز د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې يوې بلې سرچينې هم په تورخم کې د دواړو لوریو د سوداګرو ترمنځ په نننۍ ناسته کې د تورخم دروازې پر پرانېستلو د هوکړې خبر ورکړی زياتوي :«ښایي سر له سبا سه شنبې به د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانېستل شي».
د تورخم دراوزه نن څخه ۲۵ ورځې وړاندې پاکستاني لوري د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله.



