د غزې غميزه ورځ تر بلې درنېږي

د غزې غميزه ورځ تر بلې درنېږي

سید اکرام سعیدي

امت د تاريخ په حساس پړاو کې پروت دی. که سبا تاريخ د دې ورځو انځور کاږي مونږ ټول به د بزدلانو په کتار کې حساب یو. مونږ چې تاریخ کې کومې سیمې د لاسه ورکړي دي هلته زرګونه زمونږ غوندي خلک وو چې تشې دعاء ګانې یې کولې، د بړستن پر شعارونو روږدي وو، د تورې پر مهال یې قلم کارولو او نور یې بیدارول، ځان یې ثابتولو خو خپله ویده وو؛ تاريخ د دې بد نصیبو هيڅ صفت ندی کړی، نوم یې هم ذکر شوی ندی. د تاریخ زرین باب خو پر هغو شاه زلمو ډک دی چې سر یې په لاس کې واخیست.
دا د رب امتحان دی. د مدیترانې پر غاړه یو وړوکی ښار له اوږدې مودې بمبارېږي، خلک یې وژلی کېږي، روژه پر خوله د وینو په سېلاب کې لمبېږي او میلیاردونه اهل قبله یې نندارې ته ناست دی. د انټرنټ زمانه ده مونږ هر سهار ماښام د بیت لاهیا مړه جسدونه ګورو، د عبسان ویجاړې کوڅې ګورو، د رفح، خان یونس، دیر البلخ او حانون ماتمونه ګورو، د فرقان، البناء او ابن عمیر مساجدو ړنګې منارې ګورو، د جسیر، رشید او صلاح الدین پر سړکونو د ټنونو بمونو کندې ګورو، د عزر، کارني، صوفا او کریم شالوم قیامت په رڼو سترګو ګورو. دا هر څه میلیاردي امت ګوري، مګر هيڅ نشي کولی.
هلته یو اړخ له مدیترانې راځي ستا خاوره پر بل مخ اړوي، بل له پاسفیک راځي ستا منابر پر ځمکه ننباسي خو مونږ تر یو سرحده روژه ماتی نشو وروړلی.
دا مه وایئ چې مونږ څه کولی شو، دا پردۍ قضیه ده، والله دا د ټول اهل قبله و قضیه ده، والله د هر سړی یې تپوس وشي، که هيڅ نشو کولی دا د پردۍ قضیه نوم ترې کټ کړئ، له اندونیشیا تر سنیګاله دې امت په یوه خوله شي د امت فساق واکداران به هم یو څه ته مجبور شي، کله چې ملتونه راويښ شي د معتمد او عباد غوندې بې ننګان مشران هم د شعرونو پر ځای تورې او ډال ته لاس کوي.
د امت په قضایاو کې مرستې ولېږئ، خپل نسلونو ته فکري تربیه ورکړئ، غږ یې پورته کړئ، جنګېدونکي اتلان وستایئ، له حقوقي ډلو د دې وینو تپوس وکړئ، رب ته زارۍ وکړئ، د مخالف جهت له اجناسو سره بایکاټ وکړئ، هغه ځوانان چې احساس لري عملي میدان ته د تګ زمینه ورته برابره کړئ.
د امت وګړي ډېر څه کولی شي، مخالف ځپلی کېدلی شي.
هغه چې نن یې پر غزه حشر جوړ کړی د دې زمانې احزاب دي او مونږ د دې زمانې منافقان.
کله چې منافقان د کورو د ساتنې په بهانه ولاړل چا ورته وويل: هذیل، کنانه، عطفان، بنو سلیم او قریش لاړل، پښې یې سپکې کړې، هغوي په خندا شول: یحسبون الاحزاب لم یذهبوا. منافقانو وويل: دا خو قوي خلک دي، قوي اتحادیه ده، دوی چېرته ځي؟! دوي خو راغلي د مسلمانانو ختمولو لپاره دي. دوي چې دا وړوکی کلی (مدینه) پسې اخیستې نه وي تر هغې نه ځي.
نن هم د امت یو وړوکی کلی د څلور خواو کلابند دی، هیڅ د نجات تمه یې نشته، احزاب ترې تاو دی او امت ته د خلاصون زر بهانې زده.

مربوطه مطالب

Back to top button