د ننګرهار مرستيال والي: نن به د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانیستل شي

کابل تکی کام (چهارشنبه، ۲۹ کب، ۱۴۰۳ل)
د ننګرهار ولايت د مسؤولينو د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې نن چهارشنبه د کب ۲۹ د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانيستل شي.
باختر دولتي اژانس د ننګرهار د مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی له قوله ليکلي، چې تورخم دروازه به نن ورځ یوه بجه د تګ راتګ لپاره پرانیستل شي.
نوموړی زياتوي، پاکستانی لوری تورخم کې د افغان کمیسار ملا عبدالجبار حکمت سره په همدې تړاو جرګه شوی دی.
په دې اړه لا ډېر جزيات نه دي ورکړل شوي، خو تر دې وړاندې هم د يادې دروازې د خلاصون راپورونه خپاره شوي چې بيا د ځينو ستونزو راپيدا کېدو له امله دروازه تړلې پاتې شوې ده.
د تورخم دروازه له تيرو ۲۵ ورځې راهيسې د اسلامي امارت لخوا د تاسیساتو جوړولو په غبرګون کې پاکستان لوري تړلې ده، چې څو وار په کې دواړو غاړو ترمنځ نښتې هم رامنځته شوې.
په عين حال کې د پاکستان لخوا د جرګې مشر جواد حسین کاظمي هم ویلي، چې نن لس بجې یې د لارې خلاصون په تړاو له افغان کمیسار سره ناسته پیل کړې ده.
د پاکستان لخوا د دې لارې بندولو له امله د دواړو غاړو سوداګرو ته میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اجراییه پلاوي سرپرست مشر شاکرالله ساپي هم د (کب ۲۹مه) ويلي، ټاکل شوې نن چهارشنبه تورخم کې د افغانستان او پاکستان کمیساران د لارې د خلاصون په موخه ګډه غونډه وکړي.



