يمني ځواکونو د اسرائیلو نیفاتیم پوځي اډه پر بالستیک توغنديو ويشتلې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۹ کب، ۱۴۰۳ل)

د يمني ځواکونو لخوا په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي، چې ځواکونو يې د فلسطین له مظلوم ملت سره د ملاتړ او د غزې په تړانګه کې د صهیونستي دښمن له خوا د ترسره شویو وحشیانه بریدونو ته د غبرګون په توګه، د “فلسطین ۲” بالستیک توغندي په وسیله د “نیفاتیم” پوځي په برياليتوب سره ويشتلې.
د یمن وسله‌وال ځواکونه خبرداری ورکوي که پر غزه بریدونه ونه‌درېږي، نو د فلسطین اشغالي سیمو پر ضد به د عملیاتو دایره نوره هم پراخ کړي.
یمن، چې مشرتابه، ولس او پوځ یې متحد دی، هېڅکله نشي کولای د غزې پر مظلوم ولس د روانو جنایتونو پر وړاندې بې‌ تفاوت پاتې شي. د یمن وسله‌وال ځواکونه د الله تعالی په مرسته خپلې ټولې امکانات د فلسطین د مظلومو خلکو د دفاع لپاره کاروي، څو د دوی پر وړاندې ترسره کېدونکي جنایتونه پای ته ورسېږي.
د دې تر څنګ، د یمن وسله‌وال ځواکونه د امریکايي دښمن پر ضد د مقاومت دوام ته ژمن دي او د صهیونستي رژیم د سمندري سوداګرۍ مخنیوی به تر هغه وخته پورې جاري وساتي، څو پر غزه بریدونه بند، محاصره ختمه، او بشري مرستې ورپرېښودل شي .

مربوطه مطالب

Back to top button