د هېواد په سړو سیمو کې نن رسماً نوی تعلیمي کال پیل شو

کابل تکی کام (پنجشنبه، ۳۰ کب، ۱۴۰۳ل)

‏په همدې مناسبت د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب‌الله آغا د ۱۴۰۴ ښوونیز کال د پرانیستې په مراسمو کې وویل: «افغاني ټولنه د دیني علومو ترڅنګ عصري علومو ته اشد اړتیا لري، تر څو مو هېواد له نړۍ سره سیالي شي.»

پهه دې غونډه کې د پوهنې وزارت او بېلابیلو وزارتونو مشرتابه غړي، ښوونکي، زده‌کوونکي، د پوهنې مینه والو ګډون کړی دی.

غونډې ته د خپلو خبرو پر مهال د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي زده کوونکي د هېواد راتلونکې معماران وبلل او له ښوونکو یې وغوښتل چې هغوی په اسلامي او هېوادنۍ مینه وروزي.

دغه راز د چارو د ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور، وویل: « اسلامي امارت په هېواد کې امن راوستی، چې له امله یې علم ته ښه زمینه برابره شوې ده.

هېوادوال باید خپل ماشومان د علم زده کړې ته واستوي.»

د غونډې په مراسمو کې د ازموینو ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي حقاني وويل: «زموږ هېواد په تېرو کلونو کې د علم په ډګر کې وروسته پاتې شوی و. اوس د پوهنې وزارت مسؤلیت لري چې په دې برخه کې خپل مکلفیت په ښه توګه ترسره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button