هلمند: طالبانو د افغان پولیسو د پوستې د قومندان ظاهر خان په ګډون ۴ پولیس وژلي

کابل ټکی کام ۱۵کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
دولتي چارواکو خبر ور کړی دی، چې د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې طالبانو د افغان پولیسو پر پوسته برید کړی دی، چې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
یوې امنیتي سرچینې چې له نوم اخیستلو څخه یې ډډه کړې ده، رسنیو ته ویلي دي، چې تېره شپه طالبانو د یادې ولسوالۍ پر ناقل اباد نومي پوسته برید وکړ، چې له کبله یې د دغې پوستې د قومندان ظاهر خان په ګډون ۴ پولیس ووژل شول.
سرچینه زیاتوي، جګړې چې تر سهاره پورې دوام وکړ، پکې درندې او سپکې وسلې وکارول شوې.
د طالبانو په رسمي وېبپاڼه کې هم د یاد خبر پخلی شوی دی، او ویلي یې دي، چې یاده پوسته یې نیولې ده، او ۹ پولیس یې وژلي دي.
په وېبپاڼه کې د ګڼو مهماتو د نیولو خبر هم ور کړل شوی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button