د یمن وسله والو ځواکونو امریکایي بيړۍ ويشتلې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲ وری، ۱۴۰۴ل)

د راپورونو له مخې د يمن وسله وال پوځ په سور سمندرګي کې یوه امریکا بيړۍ ويشتلې ده.

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال “یحیی سریع” په یوه ویډیویي پیغام کې ادعا کړې، چې ځواکونو یې له فلسطیني او لبناني ولس سره د ملاتړ په موخه په سره سمندرګي کې د امریکا یوه جنګي بېړي ویشتلې ده، چې په بشپړه توګه تخریب شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې یمني ځواکونو یوځل بیا خبرداری ورکړی، چې په سره سمندرګي، عدن خلیج، هندي سمندر او بحرین سمندر کې به یې د اسرائیلي، امریکایي او برېتانوي بېړیو پر وړاندې عملیات دوام لري.

مربوطه مطالب

Back to top button