امریکا د خلیفه سراج الدین حقاني په ګډون د اسلامي امارت پر مهمو چارواکو اعلان شوې جایزې لغوه کړې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳ وری، ۱۴۰۴ل)
د کورنیو چارو وزیر الحاج خلیفه سراج الدین حقاني ته نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د امریکا د اسلامي امارت د ځینو چارواکو پر سر ایښودل شوې جایزې لغوه کړې دي.
د سرچینو په خبره امریکا د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني، عبدالعزیز حقاني او یحیی حقاني پر سر اېښودل شوې جایزې لرې کړې دي.
د ویلو ده، چې اسلامي امارت تر دې دمه په رسمي توګه د امریکا د وروستۍ پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې بیا،بیا په خپلو مشرانو د جایزو او نومونه یې له تور لیست څخه د ایستلو غوښتنه کړې ده.


