بدخشان: د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت یو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳ وری، ۱۴۰۴ل)
د بدخشان ځایي مسوولين وايي، چې د دې ولایت د کران او منجان ولسوالۍ په مرکز کې د ۲۸ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو يو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د مسوولينو په وينا، د اوبو دا کانال چې ۵.۲ کیلومتره اوږدوالی، ۲۰ متره سور او ۳ متره ژوروالی لري، د بدخشان د کران او منجان ولسوالۍ د اسکازر کلي په مرکز کې د پنجشېر د فوقالعاده لواء د انجینرۍ مدیریت له لوري جوړ شوی دی.
حافظ مولوي نقیبالله فرقاني، د پنجشېر د فوقالعاده لواء د انجینرۍ مدیر، وایي چې د دې کانال په جوړیدو سره، شاوخوا ۱۳ زره جریبه ځمکه چې مخکې غیر زرعي او د سیند د اوبو له ګواښ سره مخ وه، خوندي شوې او د کرنې لپاره به وکارول شي.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه کانال لږ تر لږه د ۱۰۰۰ استوګنیزو واحدونو ساتنه هم کوي، چې د سیند د اوبو له خطر سره مخ وې.


