غزه کې د الفتح ګوند نیول شوي غړي پوځي محکمې ته وړاندې کېږي

کابل ټکی کام (جمعه، ۸ وری، ۱۴۰۴ل)

د راپورونو له مخې غزه کې د حماس اسلامي غورځنګ لخوا د الفتح ګوند په سیاسي فعالیتونو بندیز لګیدلی او لسګونه نیول شوي غړي یې پوځي محکمې ته وړاندې کېږي.

د حماس غورځنګ سرچینو نړیوالو رسنیو ته ویلي، چې وړمه ورځ غزه کې د دوی د حکومت پر ضد ترسره شویو لاریونونو کې د صهیونیستي ترهګر ريژیم د څارګرې ادارې “موساد” لاس و او د نیول شویو کسانو په تلیفونونو کې یې د موساد لخوا استول شوي پیغامونه موندلي دي.

د حماس سرچینې وایي، چې تر دې دمه یې د الفتح ګوند ۶۰ فعالان نیولي، چې د جاسوسي، ترهګرۍ او د خلکو د پارولو په تور به پوځي محکمو ته وړاندې شي.

د ویلو ده، چې تر اوسه دا نه ده مالومه که یاد کسان مجرم وپېژندل شي څه ډول سزاګانې به ورکړل شي؛ خو تر دې وړاندې د حماس غورځنګ لخوا اسرائیلو ته د جاسوسي په تور ګڼ شمېر کسانو ته د مرګ سزاګانې ورکړل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button