غزه کې اسرائیلي جاسوس په دار وځړول شو

کابل ټکی کام (جمعه، ۸ وری، ۱۴۰۴ل)

د راپورونو له مخې غزه کې یو اسرائیلي جاسوس اعدام شوی.

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د پوځي څانګې سرچینو رسنیو ته منلی، چې یاد جاسوس د موساد په یوه ځانګړي ماموریت بوخت و، دوه ورځې وړاندې سره له شواهدو نیول شوی و او تېره ورځ ناوخته د پوځي محکمې تر پرېکړې وروسته په عام محضر کې په دار وځړول شو.

د ویلو ده، چې القسام لېوا خبرداری ورکړی که هر څوک غزه کې اسرائیلو ته د جاسوسۍ او یا د شر جوړولو په تور ونیول شو له ورته برخلیک سره به مخ شي.

مربوطه مطالب

Back to top button