د اسلامي امارت د مشرتا په حکم ‏د کوچني اختر په مناسبت (۲۴۶۳) زندانیان خوشې او څه باندې درې زرو د بند موده کمه شوه

کابل ټکی کام (شنبه، ۹ وری، ۱۴۰۴ل)

د راپورونو له مخې، د افغانستان له بېلابېلو بندخونو څخه د اسلامي امارت د مشرتا په حکم ‏د کوچني اختر په مناسبت (۲۴۶۳) زندانیان خوشې او څه باندې درې زرو د بند موده کمه شوې ده.
د افغانستان د سترې محکمې له لوري په يوه خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه بنديان د اسلامي امارت د مشرتابه مقام د حکم او د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني په هدایت د یوه مشخص طرزالعمل په اساس خوشې شوي دي :« د یادو زندانیانو له ډلې (۲۴۶۳) هغه زندانیان چې د عفوې مستحق وو خوشي شول او (۳۱۵۲) نور بندیان چې د تخفیف وړ وو د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو».

مربوطه مطالب

Back to top button