استاد فضل ولي ناګار
رنګ یې واخیست ستا د سترګو له ځمیاره
له ګلونو نه دې ډکه کړه هینداره
اننګي دې له خندا رنګیني اخلي
په لالونو کې ږلۍ ده را ایساره
د غاټولو ټله! ټال په نسیم وخوره
شه بهیر د شفقونو تر سهاره
په اذان کې سوز او درد د بلال نشته
په شپېلۍ باندې مې ویښ کړه له خومـاره
د خیبر فضا توريږې ورېځې راغلې
ښـکلې زاڼې پاتې نه شي له کتاره
ستا کوڅه کې پرې نازل عجیبه کیف شو
ناګار ومونده جنت ته لنډه لاره


















