کابل ټکی کام (دوشنبه ۱۱ وری، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې د یمن وسله والو ځواکو د “ذلفقار ۲” بالستیک او بې پیلوټه الوتکو پر مټ د اشغالي فلسطین “حیفا” تل ابیب ښارونه په نښه کړي دي.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند تېر ماښام پلازمینه صنعا کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې بریدونه یې بریالي و او د تل ابیب د نړیوال هوایي ډګر په ګډون یې ځینې مهم صهیونیستي اهداف په بریالیتوب سره په نښه کړي دي.
د ویلو ده، چې اسرائیلي رسنیو هم د بریدونو پخلی کړی او په خبره یې د تل ابیب نړیوال هوایي ډګر کې د الوتنو بهیر ځنډیدلی دی.


















