کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۳ وری، ۱۴۰۴ل)
له یمن ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د امریکایي اشغالګرو د تېرې شپې په هوایي بریدونو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ اړوند “المیسرة” تلویزیوني شبکې خبر ورکړی، چې امریکایي اشغالګرو یوځل بیا تېره شپه د پلازمینې صنعا په ګډون په ځینو سیمو هوایي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومان په ګډون ۵۵ تنه شهیدان او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې امریکایي اشغالګرو له تېرو دوه اوونیو راهیسې په یمن وحشیانه هوایي بریدونه پیل کړي، چې تر دې دمه پکې نږدې ۱۰۰۰ تنه شهیدان او سلګونه نور ټپیان شوي دي.


















