کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۳ وری، ۱۴۰۴ل)
د یمن وسله والو ځواکونو ته نږدې سرچینو المیسرة تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې ځواکونو یې سره سمندرګي “بحرالاحمر” کې یوه امریکایي بېړۍ نیولې ده.
یادو سرچینو المیسرة ته ادعا کړې، چې د بېړۍ عمله یې هم نیولې؛ خو د شمېر په هکله یې څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې دا په تېرو ۲ اوونیو کې لومړۍ امریکایي بېړۍ ده، چې د یمني ځواکونو لخوا نیول کېږي.


















