کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۳ وری، ۱۴۰۴ل
د یمني ځواکونو ویاند جنرال یحیی سریع وایي: د هوايي دفاع ځواکونو یې یوه امریکایي ډرون MQ-9 ډوله الوتکه نسکوره کړې ده.
یحیی سریع ویلي: الوتکه یې هغه مهال هدف وګرځوله، چې د مارب ولایت په فضا کې د دښمنانه مأموریت په ترسره کولو بوخته وه.
د ویلو ده، چې دا ۱۶مه الوتکه ده چې د یمن د دفاعي ځواکونو له لوري په بریالیتوب سره غورځول کېږي.


















