کابل ټکی کام (جمعه، ۱۵ وری، ۱۴۰۴ل)
يمني ځواکونو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د امریکا هوایي ځواکونو په تېرو څو ساعتونو کې د صنعا، صعده او یو شمېر نورو ولایتونو پر بېلابېلو سیمو ۳۶ هوایي بریدونه کړي، چې له امله یې څو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبرپانه زياتوي چې د دې بریدونو په ځواب کې، د یمن سمندري ځواک، بې پیلوټه الوتکو، او توغندیز ځواک په ګډه د امریکا پر “ترومان” جنګي بېړۍ او ورسره نورو جنګي کښتیو د سور سمندر په شمال کې بریدونه کړي. د یمن پوځ وايي چې د دغو بریدونو په پایله کې یې ټاکلي اهداف تر لاسه کړي.
خبرپانه کې ټینګار شوی، چې د امریکا پر جنګي کښتیو به بریدونو ته دوام ورکړي او له خپلو دیني، اخلاقي او انساني مسؤلیتونو څخه به شاته نشي. دوی زیاتوي چې د اسرائیل پر ضد به یې عملیات تر هغه دوام ولري، څو د غزې پر ضد بریدونه ودرول شي او محاصره یې پای ته ورسېږي.


















