تبصره/ جانان خدرخېل
سږ د نارنج ګل دودیزې مشاعرې او پسرلنۍ مېلې شپېتمه کلیزه وه؛ دا مشاعره د نورو په پرتله ډېره عالي وه، د اطلاعاتو او کلتور ریاست ښه هڅه کړې وه چې سږکال يې خوندوره کړي، د روژې د وروستۍ جمعې په شپه مشورتي ناسته ورته شوې وه، د هغو او نورو دوستانو مشورې وې چې عالي وه، دوه شپې وړاندې رئیس صیب دلته مېلمه و، د شپې ناوخته ولاړ، ما ورته ویل چې ورسېدې یو پیغام پرېږده. خو هغه داسې و نه کړل، په سبا مې مسج ورته وکړ چې ولې؟ ويل تر څو چې دا مشاعره و نه شي تر هغو به زه همداسې ګنګس یم.
هدف مې دا و چې ډېرې ستړیاوې ورته زغمل شوي، د ټولو ملګرو دې کور ودان وي.
په ټوله کې دا د افغانستان، بیا مشرقي او په ځانګړي ډول د ننګرهار د حیثیت مسئله ده؛ ارزي چې ننګرهاريان ورته خولې توی کړي.
سږنۍ غونډه د تېرې هغې په رقم د کمیت له لحاظه برابره وه، په دومره توپير چې سږ یې کفیت هم بهتر و؛ کیفیت نه مې هدف نظم دی او نظم کې ډېر لاس د عامه امن/نظم د سرتېرو هم و. موږ د زور مسلمانان یوو چې په سترګو مو د سرتېرو د لېزر رڼا ولګېږي خپله کېنو او له بې ځایه سر جګ جګ کولو ډډه کوو. همدا وه چې د تېر کال هومره/غوندې ګډوډي نه وه. لږه ګډوډي او ځنډ/خنډ د ملي تلوېزیون د کېمره مېنانو او کارمندانو له امله و چې هغه هر وخت همداسې کوي؛ ټوله ورځ د دوی مخته وي خو دوی بياهم د غونډې پر مهال بلې بلې او یو دوه درې کوي، بده لا دا وي چې مایک او ساونډ یې هم خراب شي او…
انانسري د ماسپښين برخه ښه وه، خو ماښام کې د غونډې اهميت ته په کتو هغسې دلچسپه نه وه؛ کله چې انانسر مجبور وي چې لونګۍ وتړي نو همداسې باید مجبور وي چې د زړه غږ هم د زړه له تله را وباسي. خو که انانسر مازې نوبت ورکوي او د غونډې مدیریت کولو کې رول نه ادا کوي نو خپل ماموریت سم نه تر سره کوي. انانسر باید پوه وي چې زما یا ویناوال غږ تر خلکو رسېږي او که نه؟ د خلکو په ارام او تلوسه کې ساتلو دنده هم د انانسر وي؛ خو بېګا چې موږ لیدل هماغه د تېر کال د غلطۍ تکرار و، ښه ښه شاعران لومړي سر کې دعوت شول او د ډېرو مینه والو د ذوق خړبېدو سره د خلکو تګ شروع شو، ښه مثال یې د تراب شعر و چې ورسره نیم خلک لاړل او د مبین وینا د غونډې د پای ټکی شو.
انانسر چې پوه شي کوم شعر/شاعر داد وانخیست باید ورپسې دی خپله یو داسې بیت/ټوکه ووایي او یا بل داسې یو انداز غوره کړي چې خلک ويښ کړي.
مشاعره کې د نورو کلونو غوندې پنجاب ښه وڅنډل شو، خو دا ما ته ځکه جالبه نه ده چې دا سوژه نوره زړه ده. اختر نه مخکې د پاکستان استازی صادق خان کابل ته راغلی و، يو مجلس کې م♡تقي صیب ورته ویلي و چې “یو خو نور دا د تورخم اتوم مه استعمالوئ، دا چندان اتوم نه دی” هدف یې دا و چې دا کار مو په موږ چندان اغېز نه کوي او موږ بدیلې لارې لرو، هسې خلکو ته تکلیف مه رسوئ.
زما هم دا هدف و چې پنجاب او پنجاب اخیر تر کله؟ موږ باید همدا کار له یوې بلې او هنري زاويې تر سره کړو؛ داسې چې سیخ او کباب یو هم و نه سوځي. مطلب دا چې موږ باید یوازې د چکچکو لپاره شعار و نه کاروو، موږ که پنجاب سره د~ښمني کوو باید د خپل نظام ملاتړ وکړو. دې خبرې ته به لږ ور ننوځم؛ مطلب دا چې موږ د کوزې پښتونخوا سپین ږیري شاعران هم مېلمانه کړي ول، دوی داسې فکر و نه کړي چې دا هر څه دوی ته پېغور دی، حال دا چې د مسلمان/افغان/ادیب کار باید پېغور نه وي، خدای مه کړه که د دې مېلمنو زړونو ته ذره درد هم رسېږي موږ ته بده ده.
زه د پښتونخوا د شاعرانو منځ کې ناست وم هغوی زموږ ځيني بیتونه ډېر ښه اخیستل او داد یې ورکاوه خو ځينو به ډېر خاموشه کړل او سړی پوهېده چې خوند نه ورکوي.
مشاعره سانسور نه وه
تاسې ولیدل چې په هر چا ادبي او هنري نیوکې وشوې او یا حد اقل وړاندېزونه ورته وشول، پنجاب وټکول شو، نظام ته وويل شول چې که داسې و نه کړئ نو داسې به شئ او په دې منځ منځ کې پي ټي ایم ته هم ستنې ولګول شوې. په دې به ډېر خلک خفه شوي وي خو ډېر خوشاله هم شول، پي ټي ایم پسې باید شعرونو کې هم د نظام تقليد وشي او څه پسې و نه ویل شي، خو متأسفانه دا دود هغوی خپله جوړ کړی دی؛ لانجه یې پاکستان سره وي او کنځا زموږ نظام ته کوي. دا خو هسې هم د لېونیو وطن دی، یو نیم لېونی ښه وي چې نورو ته ټک ورکړي، اګر که ماته هم هغه یو شعر خوند رانه کړ، ممکن د مېلمنو خوا پرې بده شوې وي.
خو دا هم انصاف نه دی چې موږ د مبین وینا اګنور کوو، د یوه وزیرستاني شعر اګنور کوو خو د منظور په اړه شعر (چې د ځینو په طبیت ښه نه دی لګېدلی) هغه غندو.
بياهم لویه مشاعره او ستر ولس دی، بې حسابه ذوقونه دي، هر چا ته سړی نه شي رسېدای.
کله چې موږ داسې غونډې نیسو باید ډېر څه په پام کې ونیسو، مثلا:
بېګا ځینو مېلمنو شاعرانو ته چې زه يې منځ کې ناست وم، ژر نوبت و نه رسېد، هغوی تنګ شول؛ نو دا زموږ په کوربتوب بد اغېز کوي، د پښتونخوا ځیني شاعران سګریټي والا وي، هغوی باید له سټېجه یو داسې لوري ته کېنول شي چې کيمرې یې را وا نخلي او خپل ضرورت هم رفع کړي، بله ګټه به دا وي چې زموږ کشرګوني به ورسره د عکسونو لپاره رش کش هم نه جوړوي.
په ټوله کې دومره لويه اجتماع په خپل ذات کې لوی کار دی او په کار ده چې خلک ښه پیغام ځان سره یوسي؛ زما په فکر دا ځل د امن او يووالي تر څنګ دا هم لوی پیغام و چې د فرهنګ معین خپلو خبرو کې ځیني توصيې او ولس سره د ښه چلند سپارښتنه وکړه، خلکو ته یې ذهن کې ور واچول چې که چرته کوم کشر یا کوڅه ډب کس یو بې ځایه او سپک عمل کوي او ستاسې د اذیت سبب ګرځي؛ نو دا پالیسي او د مشرانو خوښه نه بلکې د همدې کس شخصي عمل او کچه توب دی.
ښه دا وه چې د ویناوو برخه کمه وه؛ د ولایت مرستیال د ختيځ او د فرهنګ معین د وزارت په استازيتوب خبرې وکړې.
خوند يې وکړ.
نوټ
سره له دې چې ما ته د شعر ویلو نوبت و نه رسېد، خو دا په دې مانا نه چې مشاعره ښه نه وه، ښه وه چې مېلمنو ته وخت ورسېږي، ننګرهار زموږ خپل کور دی.
نارنج_ګل


















