متقي او د عربي اماراتو ځانګړي استازي پر سوداګرۍ، ویزو پر اسانتیا او سيمهييزو چارو خبرې کړي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۵وری، ۱۴۰۴ل)
د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امير خان متقي او د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي سيف محمد الکتبي په کابل کې د ليدنې کتنې پر مهال پر سوداګرۍ او سيمه ييزو چارو خبرې کړي دي.
د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دې ناسته کې د دواړو هېوادونو پر دوو اړخيزو اړيکو، دوې اړخيزې سوداگرۍ، دویزو پر اسانتیا، د ټرانزيټ ودې او سيمهييزو چارو خبرې شوي دي.
ښاغلي امير خان متقي د متحده عربي اماراتو او د افغانستان اسلامي امارت تر منځ اړيکې مثبتې بللي او هيله يې څرګنده کړې چې اماراتو ته د وروستي سفر پرمهال د شوو هوکړو له پلي کېدو سره به د دواړو هېوادونو سوداگريزې او ټرانزيټي اړيکې لا وده وکړي.
دغه راز ښاغلي سيف محمد الکتبي پر خپل وار د دواړو هېوادونو اړيکې مهمې وبللې او زياته کړې ده چې کابل ته يې د سفر موخه د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ د وروستيو هوکړو تعقيب دی.



