په لبنان د اسرائیلو هوایي بریدونه؛ د حماس مهم قوماندان شهید شوی

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۵ وری، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې ” قسام” لېوا تائید کړې، چې د دې ډلې یو مشر حسن احمد فرحات د لبنان صیدا ښار کې په هوایي برید کې شهید شوی دی.
په دغه برید کې د هغه لور جنان او زوی حمزه هم شهیدان شوي دي.
اسرائیلي پوځ ویلي، دوی د حماس د لوېدیځې جبهې قوماندان په نښه کړی.
د ویلو ده، چې دا برید نن جمعه سهار شوی او لبنان کې له اوربند څخه ښکاره نقض ګڼل شوی دی.



